IQNA

په غزه کې د «سیدهاشم» قرآني مدرسه د « یو ړزه ایران  »نومې ولسي کمپاین په ګډون پرانیستل شوه + ویډیو

6:49 - December 18, 2025
د خبر لمبر: 3492176
ایکنا – په  غزې ښار کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ؛یوزړه ایران ؛«ایران همدل»  نومې ولسی کمپاین په ګډون  او د غزې د اهل‌القرآن مؤسسې په همکارۍ  د «سیدهاشم» قرآني مدرسه پرانیستل شوه.

د ایکنا د راپور له مخې، د «سیدهاشم» قرآني مدرسې د دې موخې لپاره بنسټ کېښودل شوی چې د غزې ماشومانو او زلمیانو  ته دیني او تعلیمي زده‌کړې پراخې کړي. په دې مدرسه کې زده‌کوونکو ته په یو وخت کې قرآني درسونه او عمومي ښوونیز مضامین تدریس کېږي

د دې ښوونیز مرکز پرانیسته د جګړو ځپلو کورنیو او د غزې د مؤمنو خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده.

دا اقدام د «ایران همدل»  یا د ؛یوزړه ایران ؛ په نامې سره د فرهنګي او بشردوستانه فعالیتونو په لړ کې او د غزې د خلکو ترمنځ د مقاومت، هیله او روحي ځواک د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4323241

captcha